د فیس بک دا مالک ډیر ښه سړے دے ھر چا له ئے برخه ورکړے ده څوک ئے محرومه نه دے پاتے کړے۔
او دغه برخه د ھر فیس بکی دیوال دے چه مثال ئے داسے دے لکه د سړی بیټھک دیره یا حجره۔
نو چه څوک پخپل دیوال دلته څه خبره شریکه کی نو دا داسے ده لکه کوربه چه میلمه ته مخاطب یی۔ او دا کتونکی داسے دی لکه میلمانه۔ نو په دے کښ میلمه له د کوربه لحاظ ساتل پکار دی او کوربه له د میلمه۔
دبل په دیوال بل ته په نامناسب انداز کښ خبرے کول نه دی پکار ۔ خاصکر چه خبره ئے تش په تعصب مبنی یی او د څه قسمه عقل فکر او پوھے نه خالی یی بس بحث برائے بحث او تنقید برائے تنقید یی۔ ځکه چه دا دیوال ټولے دنیا ته ښکاری۔ او ډیر لوئے اثر لری نو ځکه په خبره کښ احتیاط پکار دے۔
لھٰذا ھر سړے دے خپل نکته نظر په خپل دیوال شریکئ د بل په دیوال دے کرخے نه راکاږی ۔ مننه۔۔۔
مارک زکربرګ زنده باد۔۔۔
#swatnama
GIPHY App Key not set. Please check settings