in

ګرانو ملګرو دا ریکارډ دے د ھغه معاھدو او لوظنامو وغیره چه انګریزانو د عرب نه را

ګرانو ملګرو دا ریکارډ دے د ھغه معاھدو او لوظنامو وغیره چه انګریزانو د عرب نه راواخله د صوبه سرحد پورے خلکو او قبیلو سره کړ‎ی دی۔ ځمونږ‎ د دلچسپئ حصه پکښ ھغه ده کومه چه د سرحد د قبائلو او علاقو سره متعلق ده ۔ اکثریت قبیلو د انګریزانو سره لوظنامے دستخط کړ‎ی دی۔ سزاګانے او جرمانے ئے منلی دی۔۔۔ چا مشروط او چا غیر مشروط۔
خو لکه څنګه چه ددے خبرو متعلق ځمونږ‎ عامه رویه ده چه دغه مشرانو او خانانو له یو د وطن فروشئ او د انګریز د ایجنټئ پیغورونه ورکړ‎ی دی ددے متعلق ځمونږ‎ نظر بدل دے۔۔۔
حقه خبره دا ده چه ځمونږ‎ د دغه وخت د دغه مشرانو او ذمه دارانو سره د معاھدو نه علاوه بله لار وه نه۔ ځکه چه د انګریز سره د جنګ کوششونه دوی کړ‎ی وو او د جنګ نتائج ورته مالوم شوی وو۔۔۔ نو په دغه وخت کښ ددے معاھدو کولو نه بله لار د دانشمندئ او ھوشمندئ نه وه۔۔۔ د طاقتور په مقابله کښ ھوښیار سړ‎ے ھمیشه ھم دغه شان کئ۔۔۔ او ھم دغه رواج دے د دنیا د طاقتونو په مینځ کښ د تعلقاتو او خبرو اترو۔۔۔ نو په ځائے ددے چه مونږ‎ په میدان کښ موجود مشرانو په باره کښ جذباتی رائے ولرو مونږ‎ له پکار ده چه د مشرانو د مجبوریانو لحاظ اوکو۔۔ او د ترخو خبرو نه ډډه اوکو۔۔۔ ځکه چه په اوچته سطح کار کوؤنکی ځمونږ‎ دغه مشران ، خانان او ملکان ھم انسانان وو فرشتے نه وے۔۔۔۔مننه۔۔۔


#swatnama

Written by Swat Valley

What do you think?

122 Points
Upvote Downvote

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

GIPHY App Key not set. Please check settings

    Loading…

    0