ګرانو ملګرو په تاریخ لیکلو او تاریخ جوړولو کښ د زمکے آسمان فرق دے۔ د نن نه سل دوه سوه کاله مخکښ مشرانو تاریخ جوړؤو لیکو ئے نه۔
نو ځکه نن سل دوه سوه کاله بعد چه مونږ د ھغه مشرانو او واقعاتو ذکر کؤ نو انتھائی احتیاط به کؤ کنه ھغه خلکو ته به ھیڅ فائده نقصان نه رسؤ۔ فائده نقصان به ټول خپل کؤ۔
لکه پیربابا، پیر روښان، سیدوبابا، سنډاکےبابا، غازی عمرا خان، سرتور فقیر، فقیر ایپی، ھډے ملا صیب، حاجی صاحب ترنګزئ، حضرت باچا خان بابا،صمد خان، باچا صاحب، والی صاحب او داسے نور ډیر د قام په غم غمژنو مشرانو تاریخ جوړؤو تاریخ ئے لیکو نه او نه ئے پی ایچ ډئ کولے۔
دوی په خپل خپل وخت کښ څه څه طرزعمل اختیار کړے وو د ھغے اندازه نن مونږ په آسانه نه شو لګولے۔ نوځکه احتیاط به کؤ۔ نه به د چا بے ځایه صفتونه کؤ او نه بے ځایه زغیبتونه۔
کنه فائده نقصان به ددغه مشرانو نه یی ځمونږ به یی۔ که مونږ د دغه مشرانو صفت اوکو نو د ھغو حیثیت سیوا کیږی نه او که بده ئے اووایو نو د ھغو حیثیت کمیږی نه۔
د صحیح تجزئیے کولو به مونږ ته دا فائده یی چه د ھغو د طرز عمل په رنړا کښ به د نن سره مناسب طرز عمل اختیارولے شو۔ د غلطے تجزئیے نقصان به مونږ ته دا یی چه د نن سره مناسب طرز عمل به اختیار نه کړے شو۔ مننه

#swatnama