in

اسفندیار باچا او درے نور شھیدان د محترمه بینظیر بھټو د قتل په سبا له په مینګوره

اسفندیار باچا او درے نور شھیدان
د محترمه بینظیر بھټو د قتل په سبا له په مینګوره کښ د
ھغوئ غائبانه نماز جنازه کولو د پاره ملګری د ریاض خان ایډوکیټ په ځائے کښ راغونډ شوی وو۔ ځه ھم په کوڅو کوڅو لاړ‎م ځکه چه کرفیو وه۔ په دے کښ فضل حیات چټان راغے او ډیرے جذباتی او د خفګان نه ډکے نعرے ئے اووھلے۔( چا ته معلومه وه چه دا عاجز پخپله ھم لږ‎ه موده روستو شھید کیدونکے دے)۔
خیر مونږ‎ په کوڅو کوڅو کښ جنازو جمات ته لاړ‎و او مونځ یو اوکو۔ په سړ‎ک کرفیو وه۔
واپس راروان وو چه په دے کښ حبیب الله ناظم رانزدے شو او سلیم الرحمان ( چه اوس ایم این اے دے) ته ئے پټ په غوږ‎ کښ اووے چه میانګل اسفندیار باچا شھید شوے په منګلور کښ نو تاسو خپل پروګرام مختصر کئ۔۔۔ دا خبر په مونږ‎ لکه د تندر اولګیدو خو بل پله ددے خبر مونږ‎ له د راکوؤنکی حبیب الله ناظم صیب مونږ‎ ته څه احساس اونشو چه لږ‎ وخت روستو به دے پخپله ھم شھید شی۔۔۔۔۔۔
نو دغه دوه ورځے د ھغه وخت د نورو ډیرو سختو ورځو په شان ډیرے زیاتے تندرینے ورځے وے۔۔۔ وخت تیریږ‎ی او د غرونو په شان ښځے نر د ځان سره وړ‎ی۔۔۔۔۔ الله خو به ھغؤی ټول ھسے ھم بخلی یی خو ځمونږ‎ په حال دے الله رحم اوکی۔۔۔۔۔ مونږ‎ خو په خپل حال پخپله ھسے ھم غور و فکر نه کؤ۔۔۔۔۔


#swatnama

Written by Swat Valley

What do you think?

122 Points
Upvote Downvote

Comments

Leave a Reply to Sher BahadarCancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

GIPHY App Key not set. Please check settings

28 Comments

Loading…

0