in

ځمونږ‎ د ګران او خوږ‎ مشر جناب میانګل عدنان اورنګزیب باچا په مشرئ کښ د ریاست سوا

ځمونږ‎ د ګران او خوږ‎ مشر جناب میانګل عدنان اورنګزیب باچا په مشرئ کښ د ریاست سوات د سلو کالو پوره کیدو په حواله یوه درنه او اهمه دستورہ اوشوه۔ دا دستوره په سوات کښ د ورورولئ، اتفاق، اتحاد، برداشت، روادارئ، شائستګئ، او اخلاص ماحول یو وار بیا پیدا کولو طرف ته یو اهم قدم وو۔
ځکه چه په دے دستورہ کښ د سوات د هر مکتبه فکر سره تعلق لرونکو خلقو شرکت اوکو۔ چه پکښ شمشیر علی خان ایډوکیټ، واجد علی خان، محمد امین، خورشید کاکاجی، رفیع الملک، ملک عبدالکبیر خان او نور داسے شخصیات زیات د ذکر وړ‎ دی، ځکه چه په دوی کښ ہر یو کس د خپلے خپلے سیاسی وابستګئ نه بالاتر په دے دستوره کښ شرکت اوکو او والی صاحب او باچا صاحب ته ئے د عقیدت پیرزونے وړ‎اندے کړ‎ے۔ په دومره لوئے زړ‎ہ کولو او د اعلیٰ ظرفئ مظاهرہ کولو دوی ټول د ستائنے وړ‎ دی مونږ‎ دوی ته خراج تحسین پیش کؤ چه دوی د سوات د پارہ خپلے سیاسی وابستګیانے یو طرف ته کړ‎ے او ډیرہ زیاته د ورورولئ مظاهرہ ئے اوکړ‎ہ۔ دا به په سوات کښ د روادارئ او برداشت روّیو له په دوبارہ فروغ ورکولو کښ ډیر لوئے کردار ادا کئ۔
ددوی سرہ سرہ په دے دستوره کښ نورو ډیرو پوهه او ژور فکر لرونکو شخصیاتو شرکت اوکو چه پکښ محمد پرویش شاھین صیب، فضل رازق شهاب صیب، حاجی رسول خان صیب، شوکت شرار، شمس الرحمان شمس، حنیف قیس، فضل محمود روښان، قاضی عبیداللہ، خلیل الرحمان، عثمان اولسیار، غلام احد ایډوکیټ، عطااللہ جان ایډوکیټ، او نورو ډیرو ملګرو په ګنړ‎ شمیر کښ شرکت اوکو۔
مقریرینو ډیر پر مغز بحڅونہ اوکړ‎ل۔
غرض ټولو شریکو ملګرود سیدو بابا د خاندان د خدماتو اعتراف اوکو۔ او خصوصاً عدنان باچا ته ئے خراج تحسین پیش کو۔













#swatnama

Written by Swat Valley

What do you think?

122 Points
Upvote Downvote

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

GIPHY App Key not set. Please check settings

One Comment

Loading…

0